د سویلي کوریا پولیسو ویلي، چې شپږ امریکایي وګړي یې نیولي، چې هڅه یې کوله ۱۶۰۰ پلاستيکي بطری، چې پکې وریجې، ډالر او انجيل وو، د «ګانګوا» ټاپو له لارې شمالي کوریا ته واستوي.
چارواکي وايي، دا کسان د طبيعي پېښو او خونديتوب د قانون د نقض له امله تر پوښتنو لاندې دي.
شمالي کوریا ته د تبليغاتي موادو لېږل د دواړو کوریاوو ترمنځ پخوانۍ لانجې ته لمن وهلې ده.