په هلمند کې د ۷ کلنې ماشومې د زور نکاح؛ طالبانو دواړه کورنۍ شرعي محکمې ته سپارلي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۶

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي، چې په هلمند کې یوه کم عمره ۷ کلنه ماشومه د خپل پلار له خوا ۴۵ کلن سړي ته د پېسو په بدل کې په نکاح شوې، چې دوی يې مخه نیولې.

دغه سړي دوه نور ودونه هم درلوده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې یو پلار خپله ۷ کلنه لور د پيسو په بدل کې ۴۵ کلن سړي ته په نکاح کړې وه.

د سرچینو په خبره، چې د نجلۍ پلار د غربت له کبله دا کار کړی.

د هلمند څخه سرچينې زياتوي: « د ۷ کلنې ماشومې او ۴۵ کلن سړي نکاح شوې وه او نن يې د پښه خلاص د دود له مخي له هغې سره يو ځای کېده، چې طالبان خبر شوي او مخنیوی يې کړی.»

دغه کس دوې نوري ښځي هم درلودې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د معلوماتو د ترلاسه کولو او څېړونو وروسته یې د ۷ کلنې ماشومې پلار او ۴۵ کلن سړی نیولی او دا مهال یې د «شرعي پرېکړې لپاره محکمې ته سپارلي.»

سرچینه دا هم وايي، چې طالبانو له یاد کس څخه ضمانت اخیستی ترڅو نجلۍ ۱۵ کلنۍ ته د رسېدو مخکې به هغې ته نه ورځي.

طالبانو تېر کال د جبري نکاح مخنيوی خپله لاسته راوړنه یاده کړې وه. خو ددغه ډلې واک ته له رسېدو سره د دویم او دریم واده دود یو ځل بیا عام شوی، په تېره د طالبانو په لیکو کې اکثره چارواکي پدې تورن دي چې د پیسو په زور دوه او درې ودونه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې د ښځو او نجونو په وړاندې پراخ او سخت بندیزونه ولګول.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګېدلی، ښځې په سیاسي مشارکت کې ګډون نشي کولی، تفریحي ځایونو او سفر بغیر له محرمه نشي کولی ترڅنګ یې د بیان په ازادۍ سخت بندیزونه وضعه کړي.

نور خبرونه

رادیو