د چین د ګوجو ولایت له غرنیو سیمو څخه راغلو سېلابونو د ګوانګشي ولایت کلیوالې سیمې تر اوبو لاندې کړې دي.
دغو سېلابونو لږ تر لږه شپږ کسان مړه او زرګونه نور بېکوره کړي دي.
چینایي چارواکي د استوایي توپان، ځمکې ښویېدنې او د نورو ناورینونو خبرداری هم ورکړی او له خلک یې غوښتي، چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.