د سعودي عربستان په مکې ښار کې د کعبې شریفې د غلاف بدلولو مراسم نن پنجشنبه (د چنګاښ ۵مه) ترسره شول.
د کعبې شریفې غلاف یا پوښ هرکال (د ذي الحجې پر ۹مه) د عرفې په ورځ بدلېږي؛ خو سږکال د ځینو دلایلو له کبله د محرم میاشتې په پیل کې ترسره شول.
د کعبې د غلاف بدلول د اسلامي تاریخ یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، چې د اسلام د ستر پیغمبر له وخت راهیسې دود دی، چې اوس د سعودي دولت لهخوا په ځانګړو مراسمو ترسره کېږي.
د کعبې د غلاف رنګ تور وي او پرې قراني ایتونه او د خدای پاک نومونه په سپینو او سرو زرو لیکل شوي وي چې په جوړېدو یې مېلیونونه ریاله لګښت راځي.