د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچېز د غزې وضعیت نسل وژنه بللې او وايي، غزه د نسل وژنې له یوه بوږنووکي حالت سره مخ ده. هغه له اروپايي ټولنې غوښتي چې له اسراییل سره د همکارۍ تړون ژر تر ژره وځنډوي. اسراییل په غزه کې تازه د خوړو د وېش چارې درولې دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ژغورونکو راپور ورکړی اسراییلي ځواکونو د غزې په جګړه ځپلې سیمه کې ۵۶ کسان وژلي دي او د مرستو د وېش چارې یې ځنډولې دي.
د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، تر شاوخوا ۲۰ میاشتو خونړۍ جګړې وروسته، د بشري حقونو ډلې وایي، د غزې له دوو میلیونو زیات وګړي د لوږې له وضعیت سره مخامخ دي.
اسراییل د مې میاشتې تر پایه له دوه میاشتو کلک بندیز وروسته د مرستو وقفه يي اجازه ورکړه، خو د خوراکي توکو ویش له ګډوډیو او نږدې ورځنيو مرګژوبلو سره مل و او نن یې دغه بهیر درولی دی.
د اسپانیا صدراعظم د اروپايي ټولنې یوه رپوټ ته اشاره کړې چې وایي، شواهد شته چې ښيي اسراییل د اروپا د همکاریو تړون له مخې خپلې بشري ژمنې نه پوره کوي.