د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو محاکمه یوه "شرموونکې ننداره" بللې او د هغې د سمدستي لغوه کولو یا د بشپړې بخښنې غوښتنه یې کړې ده.
ټرمپ پر خواله رسنۍ ټروث سوشیال لیکلي: «زه حیران یم چې اورم د اسراییل دولت چې تازه یې یوه له سترو شېبو څخه تجربه کړه او هغه هم د نتنیاهو د زړورې مشرۍ له خوا په ښه توګه رهبري شوه، د خپل لوی جنګیالي لومړي وزیر پر وړاندې دغه مسخره جادوګرۍ ته دوام ورکوي.»
هغه د ایراني رژیم پر ضد په وروستیو عملیاتو کې د خپل او نتنیاهو ګډ رول ته په اشارې سره وویل: «زه او نتنیاهو د اسراییل د اوږدمهاله او هوښیار دوښمن، ایران سره په یوه سخته جګړه کې یوځای د دوزخ له اور څخه تېر شوو، په دې لاره کې نتنیاهو د خپلې مقدسې خاورې لپاره خورا هوښیارتیا، ځواک او مینه وښودله، که د هغه پر ځای بل څوک وای نو له زیان، شرم او ګډوډۍ سره به مخ شوی وای.»
ټرمپ ټینګار وکړ، چې نتنیاهو د اسراییل په تاریخ کې یو بېساری جنګیالی دی. د دې جګړې پایله داسې وه، چې هېچا یې تمه نه درلوده او د نړۍ له سترو او خورا پیاوړو اټومي وسلو پروګرامونو څخه یو یې په بشپړه توګه له منځه یووړل شو.
هغه زیاته کړې: «موږ په عملي توګه د اسراییل د بقا او دوامداره شتون لپاره مبارزه کوله او هېڅوک د نتنیاهو په څېر د اسراییل لپاره نه دي جنګېدلي.
د دوشنبې په ورځ د نتنیاهو د محاکمې دوام ته په اشارې سره، د امریکا ولسمشر لیکلي: «زه همدا اوس پوه شوم چې نتنیاهو د دې وحشتناکې نندارې د دوام لپاره احضار شوی دی، کومه چې د ۲۰۲۰کال په مې میاشت کې پیل شوې وه، دا لومړی ځل دی چې یو لومړی وزیر د خپلې دندې پر مهال محاکمه کېږي.»
ټرمپ په طنزیه ډول لیکلي: «یوه سیاسي دوسیه چې د سګرټو، باگز ګوډاګي او ګڼو نورو ناعادلانه تورونو په اړه ده، د هغه سړي پر ضد چې دومره قرباني یې د خپل هېواد لپاره ورکړې، نه قبلېدونکې ده. نتنیاهو او اسراییل د داسې چلند وړ نه دي.»
هغه په پای کې وویل: «محاکمه باید سمدلاسه لغوه شي یا باید د دې لوی اتل لپاره بخښنه صادره شي چې خپل هېواد ته یې بې ساري خدمتونه کړي دي. شاید د اسراییل په تاریخ کې هېڅوک د متحده ایالاتو د ولسمشر سره دومره همغږي نه وي، دا امریکا وه چې اسراییل یې وژغوره او اوس امریکا باید نتنیاهو وژغوري. دا ظلم باید دوام ونه کړي