رویټرز وايي شونې ده، چې شمالي کوریا د جولای یا اګست په میاشت کې روسیې ته نورې وسلې او سرتېري واستوي څو له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې برخه واخلي. د پنجشنبې په ورځ د سویلي کوریا پارلماني وکیلانو وویل، چې دا معلومات یې د استخباراتي ادارې له یوه راپور څخه رانقل کړي دي.
د سويلي کوریا د ملي استخباراتو اداره یا (NIS) باور لري، چې ښايي روسیه د جولای یا اګست په میاشت کې پر اوکراین یو پراخ برید وکړي.
د سویلي کوریا د پارلمان غړي لي سونګ کوين تر یوې پټې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، « مهالوېش دا دی چې ښايي روسیې ته نور سرتېري د جولای یا اګست په میاشت کې واستول شي».
ده زیاته کړه چې د شمالي کوریا د استخباراتي ادارې له خوا د نورو سرتېرو راغونډول، پیویانګ ته د روسیې د ولسمشر د امنیتي سلاکار د وروستي سفر له اساسي خبرو سره اړه لري.
د دې سرتېرو ترڅنګ شمالي کوریا روسیې ته د توپونو مهمات او توغندي هم ورکوي.
ښايي روسیه د دې نظامي مرستو په بدل کې پیونګ یانګ ته د سپوږمکۍ توغولو او توغندیو د تخنيکي سیسټمونو په برخه کې مشورې ورکړي. لي دا خبرې د (NIS) له راپور څخه رانقل کړي دي.
رویټرز وايي، تر څو میاشتنۍ چوپتیا وروسته مسکو ته د شمالي کوریا د سرتېرو استول پر اوکراین د روسیې د برید چمتووالی په ډاګه کوي چې هدف یې د کورسک سیمې بېرته نیول دي.
دې دواړو هېوادونو ویلي، دا همکاري د هغه تړون پر بنسټ کېږي چې د دوی مشرانو د تېر کال په جون کې لاسلیک کړی و. په تړون کې یو له بل څخه د دفاع ژمنه شوې ده.