د تهران والي محمدصادق معتمدیان وایي: «د بېاسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نه یوازې دا چې نه ده درېدلې؛ بلکې چټکه شوې هم ده او دغه لړۍ دوام لري.»
له دې سره هممهاله طالبانو ویلي، چې تېره ورځ له ایرانه تر ۳۰زرو ډېر کډوال په جبري توګه اېستل شوي دي.
طالبان وایي، چې تېره شپه ناوخته هم له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ روانه وه او دغه کډوال تر ۶۰۰ ډېرو بس موټرونو کې انتقال شوي دي.
تازه د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د تهران والي په حواله راپور ورکړی، چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنې کې د بېاسناده کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.
هغه په ایران کې له مېشتو ټولو بېاسناده کډوالو غوښتي، چې د ایران قوانینو ته درناوی وکړي او په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.
له بل پلوه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر مشر عرفات جمال ویلي، چې له اسراییل سره د تهران د کړکېچ له امله له ایران څخه د افغانانو د ستنېدو څپه چټکه شوې ده. هغه په اسلام کلا بندر کې د یوه وېډیويي پېغام پر مهال دغو ستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې.