هند د خپلو سمندري ځواکونو یو کارکوونکی پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

د هند د سمندري پوځ یو جګپوړی کارکوونکی ویشال یادو، چې د نوي ډیلي په سمندري مرکز کې یې دنده درلوده، د راجستان د پولیسو استخباراتي څانګې نیولی دی. هغه تورن دی چې د هند د سندور عملیاتو اړوند محرم معلومات‌ یې د پاکستان استخباراتي شبکې ته ور کړي دي.

هندي رسنیو ویلي، چې هغه د هند د سمندري ځواکونو د ډاکیار ریاست د لومړۍ درجې منشي په توګه دنده لرله.

د راجستان یوې سیمه ییزې محکمې نیول شوی کس د نورو پلټونو په موخه د څلورو ورځو لپاره بندي کړی دی.

رسنیو ویلي، چې وشال یادو د هریانا ایالت د روېري ولسوالۍ د پونسیکا اوسېدونکی دی او د رسمي اسرارو د قانون له مخې نیول شوی دی.

د جنايي پولیسو د تحیقاتو ریاست ویلي، چې وشال یادو له یوې پاکستانۍ استخباراتي جاسوسې سره د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکه درلوده.

د وشال یادو له تیلیفون څخه ترلاسه شويو اسنادو کې موندل شوي، چې نوموړي د می میاشتې په ۷مه نېټه د هند سیندور عملیاتو پرمهال له پاکستانۍ جاسوسې سره محرم نظامی معلومات شریک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ پاکستان هم په کراچۍ کې څلور تنه هند ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو