پاکستان هند ته د اوبو ور پرېښودو په تړاو څلور لیکونه استولي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

د هند د اوبو او انرژۍ وزیر سي ار پټیل د پنجشنبې په ورځ د پاکستان هغه پرله پسې لیکونه رد کړل چې له هند څخه یې پکې د اندس د اوبو تړون د تعلیق لرې کولو غوښتنه کړې. نوموړي وویل، چې پاکستان څلور لیکونه ور استولي، خو نوی ډیلی پر خپلې پرېکړې د بیا کتنې پلان نه لري.

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، د پاکستان د اوبي سرچینو سکرتر سید علي مرتضی له هغه راهیسې چې هند د اندس اوبو تړون ځنډولی، د هند د اوبو او انرژۍ وزارت ته څلور لیکونه استولي دي.

پټیل وویل، هند سره له دې چې پاکستان څو ځله غوښتنې کړې، پر خپلې پریکړې د بیا کتنې هیڅ پلان نه لري. پټیل په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « د اندس د اوبو تړون لاندې اوبه هیڅ ځای ته نه ځي».

پر هند د پاکستاني سیاستوال بلاول بوټو د وروستیو ګواښونکو څرګندونو په غبرګون کې پټیل وویل چې بوټو ډېری د سیاسي دلایلو له مخې داسې څرګندونې کوي.

نوموړي زیاته کړه، « هغه د وینې او اوبو د بهیدو په اړه هم خبرې وکړې، خو موږ له داسې تشو ګواښونو نه وېرېږو».

د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې که هند د سندتاس اوبو تړون لاندې له اوبونډې انکار وکړي، نو هیواد به یې جګړې ته لاړ شي.

نور خبرونه

رادیو