طالبان وایي، په دایکنډي کې یې د ښځو لپاره ځانګړی سیمه‌ییز بازار جوړ کړی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې یې د ښځینه سوداګرو لپاره د ۳ مېلیونه او ۸۹۸ زره افغانیو په لګښت یو ځانګړی سیمه‌‌ییز بازار جوړ کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د نیلي لپاره د طالبانو ښاروال خالد احمد فضلي په حوالې راپور ورکړی، چې دغه بازار د نیلي ښاروالۍ په بودجې جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه بازار په جوړېدو شاوخوا ۹۰ مېرمنو ته‌ د کار زمینه برابره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو