د موساد رييس: د ایران اټومي پروګرام د کلونو لپاره شاته وغورځول شو

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

د اسراییل د استخباراتو یا "موساد" رييس ډېوېډ بارنیا په یوې ټلوېزیوني وینا کې د ایران پر وړاندې د "موساد" له عملیاتو ستاینه وکړه او د ایران پر فعالیتونو د کره څارنې پر دوام یې له ټينګار سربېره په یادو عملیاتو کې د امریکا د استخبارتي ادارې له کلیدي رول څخه هم مننه وکړه.

بارنیا په ډاګه کړه: «موږ همداراز په پوره ځیرتیا سره د ایران پروژې تر څار لاندې لرو. هماغه ډول چې تر دې مخکې مو هم حضور درلود، له دې وروسته به هم حضور ولرو. "
هغه زیاته کړه: "غواړم له خپل اصلي شریکه مو "سي ای اې" د ګډو او ملاتړیزو فعالیتونو او عملیاتو مننه وکړم. دغو همکاریو د دغو عملیاتو ترسره کېدل شوني کړل.»
د اسراییل د امنیتی سرچینو په وینا، "موساد" د وروستیو ۱۲ ورځنیو بریدونو چې د امریکا په منځګړیتوب په اوربند واوښت، خپل یو شمېر مامورین د ایران د نظامي او اټومي بنسټونو د لمنځه وړلو لپاره ایران ته استولي وو.
له بل لوري، د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان رييس "جان راتکلیف" د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د "سي ای اې" له لوري ترلاسه شوي معتبر اطلاعات د دې ښکارندويي کوي، چې د ایران اټومي پروګرام د امریکا په موخه ییزو بریدونو کې سخت زیانمن شوی دی.
د دغې اعلامیې له مخې، په ایران کې د اټومي پروګرام څو مهم تاسیسات د کره او معتبرو معلوماتو له مخې په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي او بیارغونه به یې ښايي څو کاله وخت ونیسي.
په اعلامیه کې راغلي، "سي ای اې" به همداراز له خپلو موثقو سرچینو د اطلاعاتو راټولونې ته دوام ورکړي؛ څو پرېکړه کوونکي چارواکي او څارنیز بنسټونه له دقیقو تحولاتو خبر کړي.
راتکلیف زیاته کړې: «د امکان په صورت او د دغې موضوع ملی اهمیت ته په کتو، د لا ډېرې روڼتیا لپاره به اطلاعات د امریکا ولس ته هم ورکړ شي.»

نور خبرونه

رادیو