ایران په لندن کې د خبریالانو د ګواښولو تور رد کړ

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

په لندن کې د ایران سفیر علي موسوي د برېتانیا د پارلمان په یوې غونډه کې په برېتانیا کې د مېشتو ایراني خبریالانو په ګواښولو کې د تهران دخالت رد کړ.

علي موسوي د برېتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې چې د ایر‎ان او اسراییل د مناقشې په تړاو جوړه شوې وه، په برېتانیا کې د مېشتو ایراني خبریالانو په تړاو د تهران د طرحو په اړه د استازو د پوښتنو په ځواب کې دغه ډول څرګندونې یوازې یو تور وباله.
نوموړي همداراز په یاده غونډه کې په برېتانیا کې د ایران هر ډول لاسوهنه رد کړه او په دې برخه کې یې د دوه اړخیزو امنیتي خبرو غوښتنه وکړه.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې په برېتانیا کې مېشت ایراني خبریالان د ایراني عناصرو له خوا ګواښل کېږي او همدا څو ورځې مخکې ایران انټرنشنل د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سپاه پاسداران ځواکونو د دغې شبکې د یوې ویاندې د کورنۍ غړي نیولي؛ څو له یادې رسنۍ سره د هغې د همکارۍ د پرې کولو لپاره پرې فشار راوړي.
د ایران انټرنشنل د کارکوونکو د کورنیو پر غړو د ایران له لوري د فشارونو راوړل څه نوې موضوع نه ده او ډېری یې له کلونو راهیسې له دوامداره ځورونې، ګواښونو او امنیتي څارنې سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو