هند د شانګهای سازمان د اعلامیې له لاسلیکولو انکار کړی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

د هند د دفاع وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان اعلامیه د کشمیر او بلوچستان په تړاو د دوه ګوني چلند له امله نه ده لاسلیک کړې. هندۍ سرچینې وايي، سینګ یاد سند ځکه نه دی لاسلیک کړی، چې د کشمیر د پهلګام برید یادونه پکې نه وه شوې، خو د بلوچستان د بېلتونپالو یادونه پکې شوې.

راجنات سینګ د پنجشنبې په ورځ د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د دفاع وزیرانو په غونډه کې، چې د چین د شاندونګ ایالت په چینګداو ښار کې وشوه، ویلي: « دا زموږ حق دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان دفاع وکړو. موږ دا وښوده چې د ترهګرۍ مرکزونه نور خوندي نه دي او موږ به یې له هدف ګرځولو ډډه ونه کړو».

سرچینې وایي، سینګ دا سند ځکه لاسلیک نه کړ، چې د کشمیر د پهلګام ترهګریز برید یادونه پکې نه وه شوې، خو د پاکستان د بلوچستان د توندلارو فعالیتونو یادونه پکې شوې. هند دا د پاکستان او چین هڅه بولي چې له ترهګرۍ څخه پام واړوي.

ده هندو رپوټ ورکړی، چې راجنات سینګ غونډې ته په خپله وینا کې وویل، « هغه هېوادونه چې ترهګر تمویلوي، روزي او د خپلو ځانغوښتونکو موخو لپاره یې کاروي، باید د خپلو کړنو پایله وویني».

نوموړي پاکستان ته له مستقیمې اشارې پرته وویل، چې ځینې هېوادونه له پولې هاخوا ترهګري د خپلې تګلارې د وسیلې په توګه کاروي او ترهګرو ته پناه ورکوي. راجنات سینګ زیاته کړې، « د داسې دوه‌مخي چلند لپاره باید هیڅ ځای پاتې نه شي».

دده په باور، سوله او سوکالي له ترهګرۍ سره یوځای نه شي پاتې کېدای.

نور خبرونه

رادیو