د برېتانیا، کاناډا او سویس مشرانو په هالنډ کې د ناټو د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې اعلان کړی، چې دوی غواړي هغه امریکايي «F-35» جنګي جېټ الوتکې وپېري چې د اټومي بمونو د لېږد وړتیا لري.
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر اعلان کړی، چې هېواد به یې ۱۲ داسې «F-35» جنګي الوتکې وپېري، چې د اټومي بمونو د لېږد وړتیا لري او کولی شي د هوایي دفاع له سیسټمونو ځان وژغوري.
د دې تر څنګ د کاناډا لومړي وزیر هم ویلي، چې د دې جنګي جېټ الوتکو د پېرلو پرېکړه له سره ارزوي.
همداراز، د سویس حکومت اعلان وکړ چې د «F-35» جنګي الوتکو د پېرلو په موخه به له امریکا سره خبرې وکړي.
که څه هم له یادو هېوادونو څخه هېڅ یو د دغو پرمختللو امریکایي جنګي الوتکو د پېرلو او د اسراییل له لوري په ایران کې د پوځي عملیاتو د دې الوتکو د احتمالي رول په اړه څه نه دي ویلي، خو دا امکان شته چې د ایران د هوايي دفاع له سیسټم څخه د تېښتې او ټاکل شویو هدفونو په دقیق بمبارۍ کې د دغو الوتکو بریالیتوب، د دوی په دې پرېکړه کې اغېزمن رول لوبولی وي.
کاناډا د ټرمپ د ادارې پر مهال له واشنګټن سره د سیاسي کړکېچ له امله د ۳۳ میلیارده کاناډایي ډالرو په ارزښت د ۸۸ «اېف–۳۵» جنګي الوتکو پېرل ځنډولي وو، خو د دغه هېواد د لومړي وزیر له نوي اعلان سره داسې ښکاري، چې اوټاوا د دې معاملې په نهایی کولو سره له واشنګټن سره خپلې اړیکې بېرته ښه کوي.
بلخوا کېير سټارمر د چهارشنبې په ورځ وویل: «برېتانیا به د ۱۲ (اېف-۳۵) جنګي جېټ الوتکو په اخیستلو سره د ناټو د ګډ هوايي اټومي ماموریت سره یوځای شي.»
د برېتانیا حکومت دا اقدام د برېتانیا د اټومي دریځ د پیاوړتیا لپاره تر ټولو لوی اقدام بللی دی.
سټارمر دا اعلان په هالنډ کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال کړی دی.
په همدې حال کې، د کاناډا لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د «لاکهیډ مارټین» له شرکت څخه د امریکایي F-35 جنګي جېټ الوتکو د پېرلو امر لپاره د هېواد د پلان بیاکتنه به د دوبي تر پایه بشپړه شي.
د روان کال په مارچ میاشت کې کارني د ۸۸ « F-35 » جنګي جېټ الوتکو د پېرلو قرارداد د بیاکتنې امر وکړ.
د برېتانیا او کاناډا د اعلان سره سم سویس هم وویل، چې د F-35 جنګي الوتکو د پېرلو لپاره له متحده ایالاتو سره په خبرو اترو بوخت دي.
سویس پرېکړه کړې، چې په راتلونکي کې به د ۷،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۶ « اېف – ۳۵ » الوتکې وپېري خو دا پرېکړه په دې بې طرفه هېواد کې په یوه جنجالي بحث بدله شوې ده.
د دغه پرېکړې مخالفینو د هېواد د زړو « F-18 » جېټ الوتکو د « F-35 » سره د ځای پر ځای کولو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، چې سویس د خپلې خاورې د دفاع لپاره پرمختللو جنګي جېټ الوتکو ته اړتیا نه لري.
خو د سویس د دفاع وزیر مارټین فایسټر بیا وايي، چې هېواد یې نور د F-18 جنګي الوتکو سره خپل هوايي حریم او نفوس نشي ساتلی.
د ناټو غړو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ هوکړه وکړه، چې د امریکا د متحده ایالاتو په غوښتنه، تر ۲۰۳۵ کال پورې خپل پوځي لګښتونه د ناخالص کورني تولید له ۲سلنې څخه ۵ سلنې ته لوړ کړي.
د ناټو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د ژورو امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې یو موټی دي، په ځانګړې توګه د روسیې لهخوا اروپا-اتلانټیک امنیت ته اوږدمهاله ګواښ او د ترهګرۍ دوامداره ګواښ ته په پام سره.