د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې په سوډان کې پر یوه روغتون د برید په ترڅ کې د ماشومانو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
دا برید تېره شنبه د سوډان پوځ او د چټکو ملاتړو ځواکونو تر منځ د نښتو پرمهال په کوردوفان ښار کې شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم د پېښې عامل له یادونې پرته پر ټولو خواوو غږ کړی، چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه پای ته ورسوي.
په سوډان کې د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په المجلد روغتون د برید په ترڅ کې شپږ ماشومان او پنځه روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او یاد روغتون ته سخت زیان رسېدلی دی.
دې سره جوخت، د بشري حقونو سازمانونو د دغه هېواد پوځ پر دغه روغتون د ډرون برید پر ترسره کولو تورن کړی دی.
سوډان له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د دغه هېواد د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشو ترمنځ د یوې جګړې شاهد دی.
د مېلشې ځواک په پیل کې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره رامنځته شوی و؛ خو له ۲۰۱۳ کال راهیسې دغه ځواکونه د سوډان پوځ پر وړاندې راپورته شوي او دواړو خواوو د پلازمېنې او نورو لویو ښارونو د کنټرول په موخه خونړۍ جګړه روانه کړې ده.
د متحده عربي اماراتو په ګډون یو شمېر هېوادونه د سوډاني وسلهوالو پر ملاتړ تورن شوي؛ خو متحده عربي امارات بیا دا تورونه رد کړي دي.