په نایجېریا کې امنیتي سرچینو او سیمه ییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د دغه هېواد په شمالي سیمه کې د وسله والو له لوري پر درېو پوځي اډو برېدونو کې ۱۷ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې وسله والو کسانو د دغه هېواد د نایجر او کادونا ایالتونو په کوانر دتسه ماریګا، بوکا په ګډون دریو پوځې اډو باندې برېدونو کې ۱۷ پوځیان وژلي دي.
د ماریګا ولسوالۍ مشر عباس کسوو ګربا ویلي، چې ټول۱۷ پوځیان د کوانر دتسه ماریګا په اډه کې وژل شوي دي.
یو نایجېريايي پوځي افسر ویلي:« دا یو کمین و. وسله وال یو ناڅاپه راڅرګند شول او د درندو وسلو برېد بې وکړ.»
د نایجېریا پوځ د سې شنبې په ورځ دغه برېدونه تایید کړي، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
د نایجېریا د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي:« په خواشینۍ سره ځینو زړورو سرتېرو د ورځنیو جګړو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.»
پوځ ویلي، چې له یادو برېدونو وروسته یې په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې څو وسله وال هم وژلي دي.
د یاد برېد مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.