اردوغان: ټولې خواوې باید په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

د ترکیې ولسمشر د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې چې د هالنډ په هاګ کې جوړه شوې وه، د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې په اړه وویل چې دا نښتې پر ایران د اسراییل له برید وروسته پیل شوې.

رجب طیب اردوغان هیله وښوده، چې د اسراییل او ایران ترمنځ اوربند به په دايمي سولې بدل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې خبرې کنفرانس کې زياته کړه، چې ټول باید په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره خپل مسوولیت ترسره کړي.

هغه د ناټو عمومي منشي مارک روټ ته د ناټو د سرمشریزې د بریالي مدیریت د ترسره کولو مبارکي وویله.

نوموړي د اسراییل او ایران ترمنځ د شخړې په اړه وویل: «د پوځي تاوتریخوالي وروستي زیاتوالي زموږ سیمه له جدي خطرونو سره مخ کړې ده. موږ د بحران له پیل راهیسې په ژورو ډیپلوماتیکو اړیکو کې یو.»

اردوغان زياته کړه: «د ایران سره د ستونزو دایمي حل د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې ممکن دی. زموږ سیمه له هغو مثالونو ډکه ده چې جګړه او ویجاړتیا هېڅ هم نشي ترلاسه کولی.»

اردوغان وویل: «موږ د امریکا د ولسمشر د هڅو له کبله د اسراییل او ایران ترمنځ د رامنځته شوي اوربند ته هرکلی کوو او تمه ده دواړه لوري زما د ملګري ټرمپ د غوښتنې پرته له کوم شرط څخه پیروي وکړي.»

د هغه په خبره، نږدې ټولي مهمې پېښې د ترکیې په ګاونډ کې تر سره کېږي او هڅه کوو، چې خپل هېواد له ټولو بحرانونو لرې وساتو.

نوموړي د ناټو د غونډې په اړه وویل: «موږ په شورا کې پرېکړه وکړه چې د دفاع بودیجه مو په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د خپل ناخالص داخلي تولید پنځه سلنې ته ورسوو».

نوموړي د اوکراین په جګړه او د هغې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو اغېزو ته په اشارې وویل، چې هڅه کوي دغه جګړه د یوې عادلانه سولې په مټ پای ته روسوي.

هغه زياته کړې: «زه باور لرم چې اوس د روسیې او اوکراین تر منځ د اوربند او دایمي سولې لپاره یو فرصت برابر شوی.»

د ترکیې ولسمشر زياته کړه، چې د اسراییل د بریدونو له کبله په غزه کې انساني ناورين زيات شوی.

اردوغان ټینګار وکړ: «د اسراییل امنیت، لکه د سیمې د ټولو نورو هېوادونو، د خپلو ګاونډیانو د ثبات، سولې او سوکالۍ پورې تړلی دی.»

هغه څرګنده کړه: «موږ اسراییل ته بلنه ورکوو چې د غزې په اړه له هغه دریځ څخه چې تر اوسه یې نیولی دی، لاس واخلي.»

نور خبرونه

رادیو