د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ د ناټو له سرمشریزې وروسته اعلان وکړ چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره تر خبرو وروسته پلان لري چې ژر له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې پر پای ته رسولو وغږیږي.
ټرمپ، چې په بروکسل کې یې د ناټو کلنۍ غونډې تر پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې امریکا دا مهال ارزونه کوي چې اوکراین ته نور "پیټرېوټ" توغندیز دفاعي سیستمونه واستوي، چې د روسیې د توغندیو او بېپیلوټه بریدونو پر وړاندې دفاع وکړي.
هغه زیاته کړه: « دغه توغندي (پیټرېوت) ډېر سخت ترلاسه کېږي، خو موږ به وګورو چې څومره ممکن دي».
ټرمپ وویل چې ولسمشر زیلینسکي غواړي جګړه پای ته ورسیږي، او «پوتین[هم] باید دا جګړه پای ته ورسوي».