د اسراییلي یرغمل شویو کورنیو له ټرمپ غوښتي، چې د دوی د کورنۍ غړو د خلاصون لپاره اقدام وکړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند تر منځګړیتوب وروسته؛ د اسراییلي یرغملو کورنیو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د دوی د کورنۍ غړو د خلاصون لپاره بېړني او پرېکنده ګامونه پورته کړي.

دوی ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې کاږلي، چې ماشومان، مېندې او پلرونه، وروڼه او خویندې يې د ژغورنې په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو