د ناټو سرمنشي مارک روټ وايي، د ناټو د غړو هېوادونو د چهارشنبې ورځې ناسته به تر ډېره پر دفاعي سیسټم پانګونې ته متمرکزه وي.
نوموړي ویلي، چې د روسیې لهخوا شته ګواښ ته په کتو پر دفاعي سیسټم له پانګونې پرته بله حل لاره نشته.
تر دې وړاندې امریکا هم د ناټو سازمان له غړو هېوادونو د فاعي بودجې د زیاتوالي غوښتنه کړې وه.