د اسرايیل د پوځ ویاند وویل چې د چهارشنبې په ورځ د غزې په جنوبي برخه کې د یوې چاودنې له امله د دوی اووه سرتېري وژل شوي دي. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، سرتېري په خان یونس کې وژل شوي. یادسرتېري د هغه ټیم غړي وو چې د وسله والو مخالفانو پټ تونلونه یې لټول او بیا یې ویجاړول.
دا د مارچ له میاشتې راهیسې د حماس او اسرايیل تر منځ جګړه کې د اسراييلي پوځ لپاره تر ټولو ډېر تلفات بلل کېږي. دا پېښه د اسرايیل او ایران ترمنځ تر جګړې وروسته یو ځل بیا د غزې جګړې ته د نړیوالو پام ور اړوي.
د اسرايیلي پوځ ویاند جنرال ايفي ډيفرین وویل چې دا سرتېري د هغه بم په چاودنه کې ووژل شول چې دوی ته نژدې ایښودل شوی و. هغه سهار مهال وویل چې دا د ټول اسراييل لپاره یو دردوونکی سهار دی، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د حماس پوځي څانګې القسام پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي، چې دوی د سې شنبې په ورځ په خان یونس کې د اسرايیل سرتېري په نښه کړي دي، خو دا لا څرګنده نه ده چې د دې ادعا هدف همدا اووه سرتېري دي که نورو عملیاتو ته اشاره کوي.