اردوغان او ټرمپ د ناټو غونډې په څنډه کې د ایران او اسراییل د اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ په هاګ کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د یوې لیدنې پرمهال د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند پر ټینګښت او د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ترکیې دولتي رسنۍ اناډولو چهارشنبه (د چنګاښ ۳مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، دواړه ولسمشران د ترکیې او امریکا ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو حالاتو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه غږېدلي دي.

اردوغان د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ فرصتونو او په ځانګړې توګه انرژۍ او پانګونې ته په اشارې، د دفاعي صنعت په برخه کې د متحده‌ایالتونو د همکارۍ او پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر وايي، چې دا بهیر کولای شي د انقرې او واشنګټن تر منځ د سوداګرۍ د کچې د ۱۰۰ مېلیارده ډالرو تر موخې رسېدو بهیر لا اسانه کړي.

اردوغان همداراز د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند په ټينګښت کې د ټرمپ د رول هرکلی کړی او هیله‌مندي یې ښودلې، چې دا اوربند دې دوامداره پاتې شي.

ورته مهال نوموړي ویلي، چې په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د سوله‌ییز حل لپاره خبرې‌اترې او نږدې همکاري ډېره اړینه ده.

اردوغان او ټرمپ د ناټو د دوو مهمو متحدانو په توګه د دغه پوځي سازمان د وړتیا پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

نور خبرونه

رادیو