اسراییل په غزه کې ۲۱ فلسطینیان وژلي دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل له تهران سره تر اوربند وروسته په غزه کې تر دې دمه په خپلو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ فلسطینان وژلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د راپور پربنسټ؛ د اسراییل له‌خوا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تر دې دمه ۵۶۰۷۷ کسان وژل شوي او ۱۳۱۸۴۸ نور ټپیان شوي دي.

خو اسراییلي پوځ بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو