د فلسطیني عیني شاهدانو او روغتون د چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو او بېپیلوټه الوتکو د سه شنبې په سهار پر هغو سلګونو کسانو ډزې کړې دي، چې د غزې په منځنۍ برخه کې د خوراکي مرستو موټرو ته په تمه وو. په پېښه کې لږترلږه ۲۵تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا او اسراییل له لوري د خوراکي مرستو د وېش نوي مرکزونه فعال شوي، خو دغه مرکزونه له پیل راهیسې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ له پېښو سره مخ دي.
اسوشیېټدپرس خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې خلک د خوړو پر لوري ورمات شول، خو اسراییلي ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې.
یو تن شاهد احمد حلاوه وویل: « دا ډلوژنه وه. ټانکونو او ډرون الوتکو پر خلکو ډزې کولې، حتا کله چې دوی تښتېدل. ډېر کسان ووژل شول یا ټپیان شول».
حسام ابوشهاده بل فلسطیني شاهد وویل چې ډرونونو د سیمې پر سر الوتنې کولې او د خلکو څارنه یې کوله، بیا ناڅاپه هم له ټانکونو او هم له ډرونونو ډزې پیل شوې. نوموړي صحنه «وینلړلې او ګډه وډه» وبلله.
د غزې په نصیرات کمپ کې «عوده» روغتون تایید کړې چې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي، چې له دې ډلې ۶۲ تنه د سختو ټپونو له امله نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي. په دیرالبلاح ښار کې هم «شهدای الاقصی» روغتون ویلي چې د همدغه برید له امله یې د شپږو کسانو مړي ترلاسه کړي دي.
د سیمې عیني شاهدان او طبي چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو په وروستیو اونیو کې څو ځله پر هغو خلکو ډزې کړې چې د خوراکي مرستو اخیستو ته راټول شوي وو، چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، دوی یوازې پر هغو کسانو د خبرداري ډزې کوي چې په "مشکوک ډول" ځواکونو ته نږدې کېږي. خو د بشري حقونو بنسټونه او سیمهییز روغتیایي سرچینې دا ادعاوې ننګوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخته چې اسراییل پر غزه برید پیل کړی، تر دې دمه لږترلږه ۵۶ زره او ۷۷تنه وژل شوي او تر ۱۳۱ زره زیات ټپیان شوي دي. د دغه وزارت په وینا، له وژل شویو څخه ډېری ښځې او ماشومان دي.
اسراییلي چارواکو بیا ادعا کړې چې په بریدونو کې یې له ۲۰ زرو زیات د حماس جنګیالي وژلي، خو تر اوسه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او حماس هم د خپلو تلفاتو په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.