پر کیف د مسکو د بریدونو دوام؛ ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیزو او بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي.

رویټرز د اوکرایني چارواکو په حواله لیکلي، چې دغه بریدونه پر استوګنیزو ودانیو شوي او په ترڅ کې یې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د برید ډېری قربانیان په «شیوچینکیوسکي» سیمه کې وو؛ هغه ځای چې د امریکا له سفارت نه یوازې څو سوه متره لرې ده.

د ژغورنې ډلو وکړای شول چې مړي له ړنګو ودانیو راوباسي.

د سیمې یوې اوسېدونکې والیري مانکوټا چې له یوې ویجاړې شوې ودانۍ څخه تښتېدلې وه، رویټرز ته ویلي چې د برید په وخت کې نوموړې د ودانۍ لاندې بنده وه او په ډېرې سختۍ سره یې ځان ژغورلی دی.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان ټپیان شوي دي.

ورته مهال، د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې، چې د روسیې له توغول شويو ټولټال ۳۵۲بې‌پېلوټه الوتکو او ۱۶ توغندیو له ډلې نه یې ۳۳۹بې‌پېلوټه الوتکې او ۱۵ توغندي شنډ او له‌منځه وړي دي.

همداراز، د اوډیشا په سوېلي بندر کې ځایي چارواکو ویلي چې په یوه جلا توغندیز برید کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې سبا په هاګ کې د ناټو کلنۍ سرمشریزه جوړېږي او ورسره جوخت د اوکراین ولسمشر د امنیتي خبرو اترو لپاره برېتانیا ته سفر کړی دی.

د اوکراین جګړې له پیل راهیسې زرګونه ملکيان وژل شوي، په داسې حال کې چې دواړه خواوې وايي چې دوی ملکيان نه په نښه کوي.

روسیې تر اوسه د نویو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو