رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تېره شپه پر کیف ښار او شاوخوا سیمو د روسیې د توغندیزو او بېپېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغو بریدونو له امله په استوګنیزو سیمو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، څو ودانۍ یې زیانمنې کړې دي او د مېټرو تم ځای د بمونو ضد دروازه یې هم لهمنځه وړې ده.
چارواکي وايي، چې یو شمېر خلک لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
همداراز د کیف په ګڼه ګوڼه شیوچینکیفسکي ښار کې هم د برید له امله یوه لوړپوړیزه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د دغه ښار په نورو سیمو کې هم د مرګژوبلې او زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
روسیې تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي. که څه هم دواړه خواوې ادعا کوي، چې دوی ملکیان نه په نښه کوي؛ خو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه ملکيان چې ډېری یې اوکراینیان دي، وژل شوي.