د ایران دفاع وزیر: د ایران پرېکړه په ټول ځواک سره د متجاوز تنبیه کول دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲

د روسیې دفاع وزیر د ایران دفاع وزیر امیر نصیر زاده ته د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې په بېلابېلو بریدونو کې د یو شمېر لوړپوړو نظامي چارواکو او عامو وګړو د وژل کېدو له امله تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده، چې روسیه په منځني ختیځ کې ټول وضعیت څاري او له ایرانه به ملاتړ وکړي.

د ایران فارس خبري اژانس ویلي، چې په دغې ټلیفوني اړیکه کې د روسیې دفاع وزیر ویلي: «د اټومي موضوع په نوم پر ایران خاورې برید هسې د برید لپاره یوه پلمه وه او هغوی د ایران د کمزوره کولو او په ټوله سیمه کې د ګډوډیو د رامنځته کولو په لټه کې دي. روسیه ټول تحولات له نږدې څاري او له ایرانه به ملاتړ وکړي.»
د ایران دفاع وزیر په دې اړیکه کې د روسیې له ملاتړه د مننې په څرګندولو سره زیاته کړې، د ایران پرېکړه دا ده، چې په خپل ټول وس سره متجاوز تنبیه کړي او تحمیلي سوله هم ونه مني.
امیر نصیر زاده زیاته کړې: «هغه څه چې روښانه دي موږ یوازې له صهیوني رژیم سره نه جنګېږو او د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه هم له دغه رژيمه ملاتړ کوي. زموږ پرېکړه پر دې ده، چې په خپل ټول ځواک سره متجاوز تنبیه کړو او تحمیلي سوله هم ونه منو.»
د نوموړي په باور په سیمه کې د ټولو ستونزو او بې ثباتیو سرچینه امریکا ده او په وینا یې کېدای شي په ګډه د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره کار وشي.

نور خبرونه

رادیو