د "العدید" هوايي اډې ظرفیت، چارې او اغېزناکتوب یې څومره دی؟

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲

د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په قطر کې د "العدید"، هوايي اډه د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا یو له لویو او مهمو پوځي او ستراتیژيکو مرکزونو بلل کېږي.

دغه مرکز په سیمه کې د امریکا د هوايي عملیاتو د مرکزي قومندانۍ او همداراز په نظامي او امنیتي ستراتیژیو کې مهم رول لري.

دغه مرکز د قطر د پلازمېنې د سوېل- لوېدیځ په مرکزي بېدیاو کې موقعیت لري او د ایران له سوېلي پولو سره شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره واټن لري.
د "العدید" نظامي اډې چارې په ۲۰۰۳ کال کې بشپړې او په همدې کال کې پرانېستل شو او دغه مرکز پر عراق د امریکا د یرغل پر مهال مهم او اساسي رول ترسره کړ.

دغه مرکز اوږده او لوی باندونه لري او همداراز په داسې پرمختللو سیستمونو سمبال دی، چې هر ډول الوتکې پکې ناسته او ځغاسته کولی شي.
"العدید" هوايي اډه د امریکا د تر ټولو لویې هوايي بېړۍ چې د څه باندې ۱۰۰ الوتکو د ځای پر ځای کولو وړتیاوې لري، کوربه هم دی.
له دغه مرکزه ګډ هوايي عملیات او همداراز د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا هوايي عملیات کنټرولېږي.

د "العدید" مرکز همداراز په عراق، سوریې، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د امریکا د هوايي عملیاتو د همغږۍ او څارنې مسوولیت هم پر غاړه لري.
په دغه امریکايي مرکز کې د"F16" او "F15" جنګي الوتکو په ګډون "B52"، "B-1"، ښکاري "F22"، "RC-135" او ډول ډول پرمختللې رزمي او جاسوسي بې پيلوټه الوتکې او همداراز "C130" او د تېلو رسونکو الوتکې هم شته.
امریکايي ځواکونو په "العدید" مرکز کې د "تاد" او "پاتریوت" په ګډون ډول ډول هوايي سپرونه او د اطلاعاتو د راټولونې لپاره ډول ډول تجهیزات هم نصب کړي دي.
په یاد مرکز کې له امریکايي ځواکونو سربېره د قطر او برېټانیې یو شمېر هوايي ځواکونه هم ځای پر ځای دي.
په ۲۰۲۴ کال کې قطر ژمنه وکړه، چې د "العدید" نظامي اډې پر پراخولو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي او ورسره امریکا بیا په یاد مرکز کې خپل حضور د لسو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

نور خبرونه

رادیو