پر ایران د اسراییل له برید وروسته؛ د افغانستان له فضا نه د الوتنو شمېر پنځه برابره ډېر شوی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱

پر ایران د اسراییل د برید له پیل راهیسې د افغانستان له فضایي حریم څخه د تېرېدونکو الوتکو شمېر پنځه برابره زیات شوی دی. د «فلایټ‌ رادار۲۴» د معلوماتو له مخې، دا شمېر له ورځنیو اوسط۵۰ الوتنو څخه ۲۸۰ ته لوړ شوی.

د افغانستان پر لور د هوايي مسیر بدلون داسې مهال دی، چې ډېرې هوايي شرکتونه د امنیتي ګواښونواو جګړه ییزې فضا له امله له ایراني حریم څخه له تېرېدو ډډه کوي او خپلې الوتنې د افغانستان پر فضا کوي.

په لومړیو دوو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي وو، هوايي شرکتونو د افغانستان پر فضا له الوتنو ډډه کوله، خو دا محدویت له ۲۰۲۳ کال وروسته کم شوی.

سره له دې، لا هم ډېر هوايي شرکتونه له افغانستان څخه د تېرېدو پر ځای نور بدیل مسیرونه غوره کوي.

د افغانستان له فضا نه د الوتنو بهیر ډېرېدل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره د عوایدو له مخې مهم دی، ځکه د طالبانو حکومت د نړیوالو بندیزونو له امله له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

طالبان د هرې الوتنې په بدل کې ۷۰۰ ډالر فیس اخلي، چې دا پیسې د درېیمګړو شرکتونو له لارې ټولېږي.

د الوتنو د شمېر په زیاتېدو سره، دا فیسونه کولی شي چې طالبانو ته په اونۍ کې تر یو میلیون ډالرو ډېر عاید په لاس ورکړي.

نور خبرونه

رادیو