د بښنې نړۍوال سازمان اعلان کړی چې افغان فلم جوړونکی سېد رحیم سعیدي د طالبانو تر ۱۱ میاشتني بند وروسته خوشې شوی دی. یاد سازمان د سعیدي د خوشې کېدو په تړاو زیاته کړې چې هغه باید هېڅکله د بیان د ازادۍ حق له امله نه وای زنداني شوی.
د بښنې نړۍوال سازمان له ټولو هغو کسانو نه چې د یاد افغان فلم جوړونکي د خوشېکېدو لپاره یې د «بېړني اقدام» کمپاین ملاتړ او کار کړی، مننه کړې ده. دغه سازمان یو ځل بیا د بیان د ازادۍ او په ټوله نړۍ کې د هنرمندانو او خبریالانو د ملاتړ پر ارزښت ټینګار کړی دی.
څه موده مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان له د خبریالانو ملاتړ سازمان د طالبانو له بند نه د انار میډیا مدیر مسوول او افغان فلم جوړونکي د سملاسي خوشېکېدو غوښتنه کړې وه. د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال تر ۱۰ ډېر خبریالان د طالبانو په بند کې دي.
د یادونې ده چې سېدرحیم سعیدي د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې پر ۶مه د کابل د درېیمې ناحیې لومړنۍ محکمې لهخوا د دغې ډلې پر ضد د تبلیغاتو په تور پر درې کاله بند محکوم شوی و.