په دمشق کې د یوې کلیسا دننه د داعش د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱

د سوریې د پلازمېنې دمشق په دویله سیمه کې د «مار الیاس» کلیسا دننه د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

دا پېښه تر هغه وروسته لومړنی ځانمرګی برید بلل شوی، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د اسلام‌پالو وسله‌والو له‌خوا د بشارالاسد رژیم نسکور شو.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي، بریدګر د داعش غړی و.

د هغه په خبره، ځانمرګی بریدګر لومړی کلیسا ته ننوت، ډزې یې وکړې او بیا یې چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه.

یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دې برید کې دوه تنه ښکېل وو، چې یو یې ځان والوزاوه.

نور خبرونه

رادیو