بي‌بي‌سي د غزې د ډاکټرانو په اړه جوړ کړی مستند خپور نه کړ

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۳۱

بي‌بي‌سي ویلي، چې د بې‌طرفۍ په اړه د اندېښنو له امله یې پرېکړه کړې چې په غزه کې د ډاکټرانو په اړه جوړ شوی مستند فلم خپور نه کړي.

دا مستند فلم، چې «غزه؛ ډاکټران تر برید لاندې» نومېږي، بي بي سي ته یې د جوړولو امر شوی و او د یوې خپلواکې تولیدي کمپنۍ له‌خوا جوړ شوی دی.

تمه وه، چې دا مستند د فبرورۍ په میاشت کې خپور شي؛ خو تر اوسه د بي‌بي‌سي په هېڅ یوه کانال کې نه دی خپور شوی.

دا مستند فلم د کریم شاه، ریمیتا ناوي او بین ډي له خوا لارښود شوی دی.

بي‌بي‌سي په یوې خبرپاڼه کې ویلي: « دوی هوډ لري چې د منځني ختیځ د شخړې ټول اړخونه په عادلانه او بې‌طرفانه توګه راپور کړي.»

د بېسمېنټ فلمونو شرکت ویلي، دوی «خوښ» دي چې بالاخره بي‌بي‌سي د فلم د خپرولو اجازه ورکړه.

بي‌بي‌سي تایید کړه، چې دوی به د فلم ملکیت بېسمېنټ فلمونو ته وسپاري.

بي‌بي‌سي زیاته کړه: «موږ د ډاکټرانو او نورو کسانو څخه مننه کوو چې په دې پروژه کې یې برخه اخیستې او خواشیني یو، چې موږ ونه شو کولی د دوی کیسې ووایو. بي‌بي‌سي به په غزه کې د پېښو بې طرفه پوښښ ته دوام ورکړي.»

د مستند جوړولو شرکت د بي‌بي‌سي پر پریکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا فلم له شپږمې نېټې د خپرولو لغوه کېدو او سختو بیا کتنو وروسته بالاخره بې اجازې پاتې شو.

د شرکت بنسټ اېښودونکي بین ډي پیر د دې اوونۍ په پیل کې وویل، چې بي‌بي‌سي «په بشپړه توګه ناکامه شوې» او خبریالان «منع او چوپ کړل شوي‌ دي.»

دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې ریمیتا نوايي اسراییل په جنګي جرمونو او قومي تصفیې تورن کړ او بین ډي پیر په یوه فیسټیوال کې د بي‌بي‌سي عمومي رییس د سانسور په تور تورن کړ.

د دې نیوکو په ځواب کې د بي‌بي‌سي ویاند ویلي، چې دې ادارې «په دوامدار ډول د دې شخړې په اړه ځواکمن ژورنالېزم وړاندې کړی. موږ د وروستیو خبرونو تر څنګ، ژور تحلیلونه، اصلي پلټنې (لکه د فلسطیني بندیانو سره د ناوړه چلند تورونه او د اسراییل له خوا د بمونو کارول) او ژور مستندونه لکه ‘مرګ او ژوند په غزه او غزه ۱۰۱ خپاره کړي دي.»

د اسکای‌نیوز مستند؛ د غزې ډاکتران د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي

په همدې وخت کې اسکای‌نیوز د جمعې په ورځ یو مستند خپور کړ، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د غزې له ډاکترانو سره تړاو لري.

په دې مستند کې دوه ډاکتران، ډاکتر ویکټوریا رز او ټام پوتوکار، د هغو روغتونونو په اړه خبرې کوي چې ډېری وخت د اسراییل پوځ تر برید لاندې وي.

نور خبرونه

رادیو