پښتونخوا: مردان ولسوالۍ کې ناڅرګنده وسله والو ۴ کسان وژلي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۳۱

د خېبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ اړوند په غرنۍ «کاټلنګ بابوزي» سیمه کې د ناڅرګندو وسله‌والو د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي دي.

د روغتیايي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په وژل شویو کې درې دولتي کارکوونکي او یو یې ځايي اوسېدونکی ښودل شوي. د دې کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو او امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او د برید د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې یا کس د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د بریدګرو هویت او د برید انګېزه لا تر اوسه څرګنده نه ده او په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو