په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۸

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په ډزو او بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په خبره،یوازې د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۴۰ فلسطینیان د اسراییل په هوايي بریدونو او ډزو کې وژل شوي دي.

ډاکټرانو ویلي، د اسراييل په بېلابېلو هوايي بریدونو کې چې د مغازې په کډوالو کمپ، د زیتون په سیمه، د غزې په مرکزي او شمالي برخو کې پر کورونو شوي، شاوخوا ۲۱ تنه په کې وژل شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د غزې په سوېلي سیمه او په خان یونس ښار کې د کډوالو پر یو بل کمپ باندې هم د هوايي بریدونو په ترځ کې ۵ تنه وژل شوي.

طبي سرچینو ویلي، چې اسراییل د فلسطيني کډوالو پر هغو ګڼه ګوڼه هم ډزې کړي، چې د صلاح الدین پر سړک د ملګرو ملتونو د مرستو موټرو ته په تمه و او په دې ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، که څه هم دوی څو ځلې خبرداری ورکړی چې دا یوه فعاله جګړه ییزه سیمه ده؛ خو بیا هم خلک د غزې په مرکزي سیمه نصیرات کې هغو فعالو ځواکونو ته نږدې شول، چې له کبله يې دوی تهدید باله.

د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبه په ورځ خبر ورکړی، چې د مې په وروستیو کې د خوراکي توکو د مرستې د بیا پیل راهیسې د خوراکي توکو د مرستو د ترلاسه کوونکو په ګډون ۳۹۷ فلسطینیان وژل شوي او له ۳۰۰۰څخه ډېر ټپیان شوي دي.

د ایران او اسراییل د هوایي شخړې نږدې یوه اوږنۍ وروسته، ډېری خلک په دې باور دي چې په غزه کې د مېشتو فلسطینیانو ظلم د نړۍوالې ټولنې له نظره غورځېدلی او د اسراییل پوځ په خاموشۍ سره د غزې د خلکو قتل عام ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو