د ملګرو ملتونو «د ښځو څانګې» د وروستي راپور لهمخې؛ افغان ښځې تقریبا په بشپړ ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه بې برخې شوې دي.
دمګرۍ په پرېکړهکوونکو ادارو کې هېڅ ښځه نشته او د ثانوي زدهکړو تر بندیز وروسته، هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نهده تللې.
د ملګرو ملتونو دغه راپور ښيي، چې افغانستان په نړۍ کې دویمه لویه جنسیتي تشه لري او ښځې یوازې ۱۷ سلنه له خپل رېښتیني ظرفیت نه ګټه پورته کوي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، افغان ښځې لاهم د ځپونکو محدودیتونو سره، سره د خپلو حقونو د ترلاسهکېدو لپاره مبارزه کوي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د نړۍوالې پاملرنې نشتوالی کولای شي په نورو هېوادونو کې د ښځو حقونه هم زیانمن کړي.
د دې ترڅنګ د بشري مرستو نشتوالی د ښځو او ماشومانو لپاره د سلګونو خدماتي مرکزونو د تړلکېدو لامل شوی چې تر یو مېلیون ډېرې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دغه راپور کې پر مرسته رسوونکو هېوادونو غږ کړی، چې سملاسي او د اړتیا وړ مالي ملاتړ ډېر کړي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې ښځې له زدهکړو، کار او تګ راتګ منعه او محرومې کړې دي.
که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوی او په وار، وار له دغې ډلې غوښتل شوي، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې په خپله پالیسي کې له نرمۍ کار واخلي؛ خو یادې ډلې په دې برخه کې بدلون نه دی راوستی.