په المان کې د هغو پناه‌غوښتونکو شمېر زیات شوی، چې کلیساوو ته پناه وړي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۸

په المان کې د کډوالۍ د سخت‌دریځو سیاستونو او د پناه‌غوښتونکو د شړلو له زیاتوالي سره د هغو کسانو شمېر زیات شوی، چې کلیساوو ته پناه وړي.
د المان د فډرالي کډوالۍ او پناه‌ غوښتنې اداره وايي، چې ۲۳۸۶ پناه‌غوښتونکو د شړلو له وېرې کلیساوو ته پناه وړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه کسان تر هغه وروسته چې کلیساوو ته ننوځي، د کډوالۍ ادارې او پولیسو له لوري له نیول کېدو او اېستل کېدو خوندي پاتې کېږي.
ډېرې دا پېښې هغه پناه‌غوښتونکي رانغاړي، چې د ډابلین د قانون له مخې باید هغه لومړني اروپايي هېواد ته بېرته واستول شي، لکه پولنډ، بلغاریا یا رومانیا، چې لومړی ور داخل شوي و.
خو کلیساوې په المان کې د موقتي پناه ورکولو له لارې هڅه کوي، چې د دغو کسانو د شړلو بهیر ودروي یا وځنډوي، څو د دوسیو د بیا کتنې یا له قانوني لارو چارو د ګټې اخیستنې زمینه برابره شي.
د یوې کلیسایي خیریه موسسې مشر استفان رایشل د «انفو مایګرنتس» وېب‌پاڼې ته وویل: «کلیساوو ته د پناه‌غوښتونکو د شمېر زیاتوالی د هغو ورځ تر بلې زیاتېدونکو فشارونو پر وړاندې یو غبرګون دی، چې غواړي خلک بېرته هغو هېوادونو ته واستوي، چې ډېرو یې هلته تاوتریخوالی او غېرانساني شرایط تجربه کړي دي.»
هغه زیاته کړه، چې ډېری پناه‌غوښتونکي لکه سوري، افغان او سومالیایي وګړي له ختیځې اروپا د پولو تر تېرېدو وروسته د نیونې او له تاوتریخوالي ډک چلند سره مخ شوي دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې ځینې دا شړنې کېدای شي حتی د دغو کسانو ناامنو هېوادونو ته د مستقیم بېرته ستنېدو لامل شي.
له دې سره، د کلیساوو دا اقدام چې د پناه‌غوښتونکو د شړلو مخه نیسي، د ځینو کارپوهانو او دولتي چارواکو له نیوکو سره مخ شوی دی، خو کلیسایي چارواکو بیا له دغه اقدامه د خپلې انساني وجیبې په توګه دفاع کړې ده.
په داسې حال کې چې ځينې محافظه‌کار سیاستوال په ځانګړې توګه د بایرن په څېر ایالتونو کې، له کډوالو سره سخت‌دریځې تګلاره خپلوي، کاتولیک، پروتستان او ازادې کلیساوې په المان کې لا هم له پناه‌غوښتونکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو