روسیې د اوکرایني ځواکونو پر مورچل اسکندر توغندی ویشتلی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۸

د روسیې دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین په شمال ختیزه سومي سیمه کې د اسکندر بالستیک توغندي په وسیله د اوکرایني ځواکونو یو مورچل ویشتلی دی.

د روسیې دفاع وزارت وضاحت ورکړی، چې د کونوتوپ ښار شاوخوا سیمه هدف ګرځېدلې ده.

دا خبره د روسیې دولتي خبري اژانس تاس کړې، خو رویټرز دغه رپوټ په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی او نه هم دا حرګنده شوې چې برید کله شوی دی.

اوکرایني چارواکو د دوشنبې په ورځ تایید کړې وه چې پر کونوتوپ ښار اسکندر توغندی لګېدلی او د څو پوړیزو ودانیو اپارتمانونه یې زیانمن کړي، خو د تلفاتو رپوټ نه و ورکړل شوی.

دا برید داسې مهال شوی چې اوکراینی پوځ هڅه کوي له سومي سیمې څخه روسي ځواکونه وشړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي په دې وروستیو کې ویلي چې روسیې په دې سیمه کې ۵۳ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

نور خبرونه

رادیو