د هند د غورځېدلې الوتکې د مړو شمېر ۲۷۰ ته ورسېد

۱۹ ساعتونه مخکې

هندي چارواکو اعلان کړی چې په احمد اباد کې د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو له امله د مړو شمېر ۲۷۰ ته لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې، د هند د هوايي چلند وزیر رام موهان نایدو اعلان وکړ چې د ټولو بوینګ ۷۸۷ الوتکو د څېړلو امر صادر شوی دی.

رام موهان نایدو زیاته کړه، چې چارواکي د پېښې د ټولو ممکنه لاملونو پلټنه کوي.

د هند د هوايي چلند وزیر د شنبې په ورځ، د جون په ۱۴مه، په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د ۷۸۷ الوتکو د پراخې څارنې امر هم کړی دی."

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۳۴ یادو الوتکو څخه ګټه اخیستل کېږي.

د هند د هوايي چلند وزیر وویل چې تر اوسه پورې اته الوتکې معاینه شوې او دا پروسه په بېړني ډول ترسره کیږي.

د هوايي چلند تنظیم کوونکي ایر انډیا ته امر کړی چې د بوینګ ۷۸۷ الوتکو د ساتنې نور معاینات ترسره کړي.

د ایرانډیا الوتکه چې بوینګ ۷۸۷وه، له احمداباد څخه د بریټانیا ګیټوېک ته روانه وه، چې د پنجشنبې په ورځ له الوتنې څو شېبې وروسته ولوېده.

په الوتکه کې ۲۴۲ کسان سپاره وو، چې ویل کیږي یوازې یو تن ترې ژوندی پاتې دی.

نور خبرونه

رادیو