د وروستیو راپورونو له مخې، د اسراییل دفاع وزیر "اسراییل کاتز" اعلان کړی چې هېواد یې پر ایران «هوايي بریدونه» کړي دي، او د احتمالي غبرګون په اړه یې په ټول اسراییل کې بیړنی حالت اعلان کړی.
د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د پلازمېنې تهران په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، خو تر اوسه د مرګژوبلې یا د چاودنو دقیق ځای او لامل په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.
په اسراییل کې، د بیړني حالت له امله ټول ښوونځي او کاري ځایونه تړل شوي او خلکو ته لارښوونه شوې چې له هر ډول راټولېدنو (لویو غونډو) ډډه وکړي.