د هند د ایر انډیا الوتکې د سقوط له امله تر ۲۹۰ ډېر کسان مړه شوي

۹ ساعتونه مخکې

یوه لوړپوړي پولیس چارواکي روېټرز ته ویلي چې د هند په احمداباد ښار کې د ایر انډیا مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر ۲۹۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مسافرو له ډلې یوازې یو تن ژوندی پاتې دی.

یاده پېښه د پنجشنبې په ماسپښین له الوتنې پنځه دقیقې وروسته رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، د الوتکې لکۍ د ښار په یوه ودانۍ کې بنده پاتې ده او د پېښې له ځایه اخیستل شوي انځورونه د سوځېدلې الوتکې برخې ښيي.

رویټرز وايي، دا پېښه د بوینګ ۷۸۷ ډریملاینر الوتکو د تاریخ لومړۍ وژونکې پېښه بلل شوې ده.

چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

طالبانو، امریکا، پاکستان، بریتانیا او ګڼو نورو کسانو پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده.

نور خبرونه

رادیو