ښایي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو ترسره نه شي

۴ ورځې مخکې

جروزالم پوسټ ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې ښایي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو ترسره نه شي.
د سرچینې په خبره، د دې خبرو نه ترسره کېدل «په بشپړه توګه جدي احتمال» لري.

له بلې خوا، ټاکل شوې ده چې د اژانس د حکامو شورا د پنجشنبې په ورځ یوه پرېکړه‌لیک ته رایه ورکړي، چې پکې پر تهران د ځواب نه ورکولو او د ژمنو د سرغړونې تور لګول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تېره ورځ وویل، چې له امریکا سره د اټومي خبرو بل پړاو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په عمان کې ترسره کېږي.
له دې سره، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا وړمه ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په خبرو کې خبرداری ورکړی و، چې ایرانیان د وخت د ضایع کولو متخصصین دي او له همدې امله باید پروړاندې یې یو ستر پوځي ګواښ وي.
ډونالډ ټرمپ بیا ویلي و، دی لا هم غواړي چې د ایران کړکېچ د بمونو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو د غبرګولي په ۲مه د اېټالیا په روم ښار کې ترسره شوی و او تمه کېده چې شپږم پړاو مذاکرات په عمان کې وشي.
سي‌اېن‌اېن تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې ښایي په دې ناسته کې ایران او امریکا وروستۍ هوکړې ته هم سره ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو