د هند په لوېدیځ ښار احمداباد کې د ایر انډیا یوه الوتکه له پورته کېدو سره هممهاله لویدلې ده، چې ویل کیږي ۲۴۲ مساپر پکې سپاره وو.
هندي رسنۍ وايي، دغه الوتکه د برمینګهم پر لور روانه وه.
تر اوسه په پېښه کې د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
راپورونه وایي چې الوتکې د الوت پر مهال هوايي ډګر ته څېرمه میګهانینګر سیمه کې سقوط کړی. خپاره شوي انځورونه ښیي چې الوتکې اور اخیستی او له هوایي ډګر سره نږدې ځایه تور لوګي پورته کیږي.
د هند د ملکي هوايي چلند د عمومي ریس په وینا، الوتکه له پورته کېدو وروسته بېرته له ځمکې سره لګېدلې ده.