د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان: د هېواد د پرمختګ لپاره مو پر خدای توکل کړی نه پر امریکا

۱۱ ساعتونه مخکې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وایي، د هېواد د پرمختګ لپاره یې پر خدای توکل کړی، نه پر امریکا او د هغې پر لاسپوڅو. هغه ټینګار کړی، چې ایران له نړۍ سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو د فشار، ظلم او زور واکۍ منلو ته تیار نه دی.

مسعود پزشکيان دا څرګندونې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) د ایلام ولایت له خلکو سره د کتنې پر مهال کړې دي.

پرشکیان وویل: «امریکا او اروپا غواړي زموږ پر خلکو فشارونه زیات کړي، خو موږ به د خدای په مرسته هغوی ته اجازه ورنه کړو. هغه ولس چې پر خدای توکل ولري، نورو ته اړتیا نه لري.»

مسعود پزشکيان ویلي، چې دوی به نه د فشار پر وړاندې سر ټیټ کړي او نه به خپلې اټومي څېړنې ودروي.

هغه زیاته کړه: «موږ نه د فشار پر وړاندې تسلیمېږو او نه هم خپلې اټومي څېړنې بندوو، هېڅ ځواک دا حق نه لري چې موږ له علمي څېړنو منع کړي.»

پزشکيان زیاته کړه، چې دوی به د صنعت، درملنې او کرنې په برخو کې د اټومي انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره د لویدیځ اجازې ته انتظار ونه باسي. هغه زیاته کړې، « لویدیځ ته چا دا حق ورکړی چې د ایران د اټومي پروګرام د شاتګ غوښتنه وکړي؟"

بل‌ لور ته، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې نن د ایران پر وړاندې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی، چې پکې ویل شوي، ایران د اټومي وسلو د نه جوړولو تړون څخه سرغړونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او امریکا دا مهال د یورانیمو د بډاینې پر موضوع ژورې دیپلوماټیکې ترینګلتیاوې لري. دواړو هېوادونو له اپرېل میاشتې تر اوسه پنځه ځله خبرې کړې، څو د ۲۰۱۵کال د اټومي هوکړې پر ځای یوه نوي تړون ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو