سره له دې چې د امریکا د ولسمشر لهخوا د "ځواک" کارونې ګواښ شوی؛ خو د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد اعتراضونه د امریکا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.
په لاس انجلس کې د تېرې جمعې ورځې ناکراریو راهیسې د دغه ښار په مرکز کې د شپې لهخوا ګرځبندیز اعلان شو او په درنو وسلو سمبال امنیتي ځواکونو دولتي ودانیو ته څېرمه ګزمې کولې.
د لاس انجلس کاونټي ولسوالۍ څارنوال وايي، اټکلونه ښیي چې تر ۴۰۰ پورې لاریونوال په فزیکي شخړو، ویجاړۍ یا نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل وو.
هغه ټینګار وکړ، چې د سرغړونکو د پېژندلو او محاکمه کولو لپاره څېړنې روانې دي.