د خبریالانو د یوې ګډې پلټنې له مخې مالي کې د روسیې اړوند واګنرکرایي جنګیاليو لخوا له درې کلونو راپدیخوا په غیرقانوني ډول د ولسي خلکو تښتونه، بندیانول او شکنجه کول ښودل شوي. دغه کسان دملګرو ملتونو (UN) پخوانیو اډو او یا د مالي له پوځ سره ګډو کمپونو کې ساتل شوي وو.
قربانیان چې دا مهال په موریتانیاکې کډوال دي، ویلي یې دي چې د اوبو تنفسي شکنجه، د برېښنايي شارټونه، او د سګریټو سوځونه پرې شوي دي.
راپور ښيي چې دا ډول شکنجه د روسیې او اوکراین په څېر مواردو سره ورته ده. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ ترمنځ لږ تر لږه شپږ شکنجه ځایونه ثبت شوي دي، خو اصلي شمېره ښايي ډېر وي.
د مالي واکمن نظامي حکومت، چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د کودتاله لارې واک ته رسېدلی، له فرانسه سره اړیکې پرې کړې او روسیې ته نژدې شو. سره له دې چې مالي د واګنر حضور نه مني، خو وروستۍ راپورونه ښيي چې واګنر له مالي څخه وځي او غړي به یې د روسیې له اړوندې نوې ډلې افریقا قول اردو سره یوځای شي.
بشري حقونو سازمانونه د واګنر د ظلمونو په اړه اندېښنه ښودلې. په ۲۰۲۲ کې د مورا په سیمه کې د ۵۰۰ کسانو د وژنې راپور خپور شوی و، چې د پوځ او بهرنیو جنګیالیو ښايي واګنر له لوري ترسره شوی.