د جرمني دفاع وزیر د وسلو د مرستې په تړاو د خبرو لپاره اوکراین ته تللی

۱۱ ساعتونه مخکې

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د پنجشنبې په ورځ کیېف ته ورسېد څو له اوکرایني چارواکو سره د وسلو د اضافي مرستو په اړه خبرې وکړي. پیستوریوس ویلي، چې ددغه سفر هدف دا دی چې وښیو جرمني او نوی فدرالي حکومت د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی

روسيې او اوکراین د روانې میاشتې په پیل کې په استانبول کې د سولې خبرې درلودې، خو لا هم دواړه لوري پر مهمو مسایلو لکه د خاورې د امتیاز او د اوکراین د ناټو غړیتوب پر سر اختلاف لري. په ورته وخت کې جګړه روانه ده او د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د چهارشنبې په ورځ د خارکیف په ښار کې شپږ کسان ووژل.

پیستوریوس خبریالانو ته په کیف کې وویل: « د دې سفر هدف دا دی چې وښیو جرمني او نوی فدرالي حکومت د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی، که څه هم وضعیت نور هم ستونزمن شوی دی».

هغه زیاته کړه چې له اوکراین سره د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو د وسلو د مرستو موضوع به د خبرو یوه مهمه برخه وي.

پیستوریوس مخکې له سفره ویلي و چې جرمني هڅه کوي تر خپلې وسې پورې له اوکراین سره مرسته وکړي چې د ځان دفاع وکړي او دا هېواد پیاوړی کړي څو که له روسیې سره بیا خبرې کیږي، له قوي موقفه خبرې وکړي.

جرمني له متحده ایالاتو وروسته، له اوکراین سره دویم لوی نظامي مرسته کوونکی هېواد دی.

امریکا د اوکراین ملاتړ ته ژمنتیا ښکاره کړې، خو وروستیو شخړو ته په کتو دا ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راغلې او پر اروپا فشار زیات شوی چې لا زیات مسوولیت واخلي.

نور خبرونه

رادیو