هندي رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ایر انډیا الوتکې د پرېوتو له ځایه تر اوسه د ۲۰۴ تنو مړي اېستل شوي او د چارواکو په وینا، یوازې یو تن ژوندی موندل شوی دی.
دغه الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، نن احمداباد ته څېرمه د استوګنې په یوه سیمه کې پریوته.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، په الوتکه کې ۱۶۹ هندي، ۵۳ برتانوي، اووه پرتګالي او یو کاناډایي مسافر وو. راپورونه وايي چې د ګجرات پخوانی اعلی وزیر ویجي روپاني، هم په الوتکه کې سپور و.
رسنیو رپوټ ورکړی، چې اټکل کیږي په دې پېښه کې به نورو ټولو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.