هندي رسنۍ : هند د پاکستان د منزوي کولو هڅه کې له ډیپلوماټیک خنډ سره مخ شوی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۲

د ټېلګراف انلاین په نوم یوې هندۍ رسنۍ ویلي، چې د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه د پاکستان د معرفي کولو په هڅو کې نوی ډیلی له شاتګ سره مخ شوی. دې رسنۍ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې، چې پاکستان یې په ترهګرۍ ضد جګړه کې «فوق العاده ملګری» بللی دی.

یاده رسنۍ وايي، د دغه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له خوا د پاکستان ستاینه د هند هغه هڅې برعکس کوي، چې هڅه کوي، پاکستان نړیوالو ته د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه ور وپیژني.

کوریلا ویلي، چې د ۲۰۲۴ له پیله تر اوسه په پاکستان کې له ۱۰۰۰ زیات ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې نږدې ۷۰۰ ملکي او امیتي کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د هندي ورځپانې په تحلیل کې امریکا ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر سفر هم د هند ډیپلوماټیکو هڅو د شاتګ په توګه ګڼل شوی.

عاصم منیر به د امریکايي پوځ د ۲۵۰مې کلیزې پوځي مراسمو کې ګډون وکړي.

پر همدغه مهال پاکستان خپل ډیپلوماټیک حضور پراخ کړی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر بلاول بوټو زرداري په مشرۍ یې واشنګټن ته یو پلاوی استولی.

دغه پاکستاني پلاوي له امریکايي چارواکو سره د ترهګرۍ ضد همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر «یولړ دوه اړخیزو مسایلو» بحث شوی او د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند وضعیت یې ستایلی.

رسنۍ وايي، چې د امریکايي چارواکو دغه ډول څرګندونې د هند لپاره خوندورې نه دي، ځکه هند ټینګار کوي، چې اوربند نه بلکې برید په موقتي ډول درول شوی او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې ترهګرۍ ضد سندور عملیات لا هم دوام لري.

په راپور کې ویل شوي،‌ چې د هند د اټکلونو برعکس د پاکستان اړیکي له امریکا سره نږدې شوي دي.

په دغه راپور کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د امریکا په سفارت کې هغو څرګندونو ته هم اشاره شوي، چې ویلي یې دي، د امریکا او پاکستان اړیکي اوس نوي پړاو ته داخلیږي.

په ورته مهال کې په ملګرو ملتونو کې هم پاکستان دیپلوماتیک پرمختګ کړی.

پاکستان په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري ترلاسه کړې او سږکال به د ترهګرۍ ضد کمیټې مرستیال وي.

یاده رسنۍ وايي، په داسې حال کې چې پاکستان له نړیوال ملاتړ څخه برخمن کیږي، دغه هېواد خپله دفاعي بودجه هم ۲۰ سلنه لوړه کړې ده.

د ټیلګراف انلاین په وینا، د هند له خوا د پاکستان د منزوي کولو هڅې اوس له سختو خنډونو سره مخ دي او داسې ښکاري چې اسلام‌اباد د سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو په ډګر کې د پام وړ ملاتړ تر لاسه کړی.

په ورته مهال کې د هند هڅې چې غواړي پاکستان منزوي کړي، له جدي خنډونو سره مخ دي.

رسنۍ وايي، د هند او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ خبرې درېدلې او روسیه له پاکستان سره د پخواني شوروي اتحاد وخت د فولادو فابریکي را ژوندي کولو باندې کار کوي.

د رسنۍ په باور، په داسې حال کې د هند لپاره یوازې د کاناډا په G7 غونډه کې د بلنې ترلاسه کول یو مهم ډیپلوماټیک بری ګڼل شوی، خو د هند او کاناډا تر منځ هم اړیکې ترینګلې دي.

نور خبرونه

رادیو