په غزه کې د اسراییل په ډزو او هوايي بریدونو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي

۱۸ ساعتونه مخکې

سیمه‌ییز روغتیایي چارواکي وایي، د غزې په مرکز کې د اسراییل د ډزو او هوايي بریدونو له امله د چهارشنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د دغه چارواکو په وینا؛ له دې ډلې ۲۵ کسان د بشري مرستو د وېش مرکز نتزاریم ته څېرمه په یوه برید کې وژل شوي دي.

د غزې په سوېلي تړانګه کې د خان یونس په ناصر روغتون کې روغتیایي چارواکي وایي، چې لږترلږه ۱۴ کسان د اسراییل د ډزو له امله وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو